IQNA

  د پاکستان حکومت له پاکستانیو طالبانو سره د اوربند موافقې ته لیواله دی

20:47 - November 09, 2021
د خبر لمبر: 3484934
تهران (ایکنا)-  د پاکستان تحریک طالبان یا هماغه د ټي ټي پي  یوه ویاند محمد خراساني هم ویلي چې له حکومت سره ئې پر یوه میاشتني اوربند هوکړه کړې چې سر له ننه یعني  د نومبر له نهمې نیټې پیلېږي او د دواړو خواوو ترمینځ خبرې هم دوام لري.

ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر چوهدري فواد  حسین نن سهار په یولړ څرګندونو کې د تحریک طالبان پاکستان نومې وسلوال او افراطي     لوري سره  د رسمي خبرواترو په تائيدولو سره  وئيلي ،دغه خبرې اترې د پاکستان د اساسی قانون، حاکمیّت  او ددغه هیواد د نظام له لیدتوګو سره  دغږملتیاپه اساس،د افغانستان د طالبانو دموقته حکومت په مرستې  او مینځګړیتوب سره ترسره شوي دي .

چوهدری صیب په پاکستان کې د بشپړ او تل پاتې اور بند ته دمرکچي لورو چمتووالي ته په اشارې سره  ووئيل ، ترلاسه شوو پرمختګونو ته پّ پام سره  اور بندبه په ورپسې خبرواترو کې پراخ  او تمدید شي .

داپه داسې حال کې دي ، چې  دپاکستان د حکومت   دمخالفو ډلو د مشرانو له نظره ، ددغه هیواد  لومړی وزیر عمران خان  له ټي ټي پي سره  دخبرواترو لپاره  له پارلیمان سره له مشورې پرته اقدام کړی  او دا کار به په ځان پسې ډيرې پایلې ولري .

 داپه داسې حال کې دي چې دټي ټي پي  یوه ویاند محمد خراساني هم ویلي چې له حکومت سره ئې پر یوه میاشتني اوربند هوکړه کړې چې سر له ننه یعني  د نومبر له نهمې نیټې پیلېږي او د دواړو خواوو ترمینځ خبرې هم دوام لري.

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i108084

captcha